د افغانستان په شمال کې د رسنیو خدمتونو تاریخ ته په کتو سره موږ اوس د خپلو بنسټیزو موخو په پام کې نیولو سره یو نوی څپرکی پیلوو چې د خپرونو، سرګرمۍ او عامه پوهاوی په برخه کې د خپلو پلویانو هڅولو لپاره یو واحد فرهنګ رامنځته کړو.
زموږ ستراتیژیک هدف دا دی چې زموږ د رسنیزو خدمتونو په پایله کې به د وګړو د عامه پوهې کچه لوړه او د هغوی په ژوند کې به مثبت بدلون رامنځته شي.
موږ په ټولنه کې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د متقابل عمل رامنځته کولو لپاره د خپل بنسټ د پرمختګ لپاره مسوولیت لرو، باور رسنیز مرکز د افغانستان د رسنیو قانون، د افغانستان اسلامي جمهوری حکومت، خلکو او پېریدونکو ګټو باندې ولاړ دی.
موږ له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د افغانستان په شمال کې له ولسواکۍ، بیان ازادۍ، د دولت او امنیتي ځواکونو په جوړښت کې د ښځو پر ونډې، ځوانانو او ښوونې او روزنې په پېښو کې رغنده رول لرلی دی.
نن ورځ موږ په داسې یو چاپېریال کې ژوند کوو چې په چټکۍ سره بدلون مومي او رسنۍ یو له ځانګړو وسیلو څخه ده چې د فرصتونو او بریاوو لامل کېږي او وده ورکوي.
زموږ ستراتیژیک پلان د هرې بریا اندازه کولو او د تلپاتو رسنیزو چارو ترلاسه کولو لپاره برابر شوی دی.
موږ د یوې رسنۍ په توګه د خپلو ټولو فعالیتونو اصلي هسته بدله کړې ده او د ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې او د افغانستان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په ښکېلتیا تمرکز کوو څو د افغانستان د پایښت په بهیر کې خپله ونده پرځای کړو.
موږ خپلو ټولو پېرودونکو ته د لوړ کیفیت رسنیزو خدمتونو چمتو کولو لپاره هڅه کوو او دا زموږ له لومړیتوبونو دی.
ځانګړنه، مسلکیتوب، د محصولاتو کیفیت او ویاړلي خبریالان د ۲۶ سلنه ښځو په ګډون سره زموږ اصلي ارزښتونه او زموږ د ځواب وینې روښانه بېلګه ده.
زه د باور رسنیز مرکز ټیم او زموږ ملګرو څخه د دوی د مرستې او کار ته د ژمنتیا لپاره مننه کوم.
د باور رسنیز مرکز دنده دا ده چې د رسنیو په منځ کې په یو مخکښ او نوښتګر مرکز بدل شي او خپلو پلویانو ته پر وخت او کره مالومات وړاندې کړي. دا سازمان هڅه کوي چې خپلو پلویانو ته روزنه ورکوي چې وده او پرمختګ وکړي څو د هېواد په سوکالۍ کې مثبت رول ولوبوي. موږ به همداشان خپلو پلویانو ته بوختیا برابره کړو څو د دوی غم لږ تر لږه کم شي او مثبت فکر وکړي. دا ټول به د بېلابېلو رسنیزو چارو له لوري ترلاسه کېږي.
د باور رسنیز مرکز لرلید کې درې حوزې شاملې دي ۱) د یو بشپړ رسنیز مرکز چې د بېلابېلو رسنیزو چارو د وړاندې کولو وړتیا لري، لکه راډیو، ویډیو، ټولنیزې رسنۍ، چاپي خدمتونه، ۲) د افغانانو ژوند ته هیله ورکول زموږ هوډ څرګندوي چې افغانانو ته د مالوماتو او تفریح له لارې هیله ورکوو څو وکولی شو د هېواد د پرمختګ سره مرسته وکړو، ۳) د پرمختګ د ودې لپاره مثبت بدلون، ټولنیز عدالت د سوکالۍ خوا ته بیایي.
زموږ ارزښتونه زموږ د لارښود اصل دی. د باور رسنیز مرکز ټول غړي د دې ارزښتونو پیروي کوي او د کړنو د اصلي معیارونو څخه ګنل کېږي. د رسنیو په بازار کې زموږ ارزښتونه ځانګړي دي او موږ پر خپلو ارزښتونو ولاړ یوو زموږ اصلي ارزښتونه په دې کې شامل خو محدودی ندي: