باور رسنیز مرکز کې د سولې په هکله د زده کړیالانو ترمنځ ازاد بحث وشو

Bawar Media CenterOctober 15, 2020116

باور رسنیز مرکز رییس شیرشاه امیري د خپرونې پیل کې د ملي بهیرونو لکه ټاکنې او سولې د ملاتړ په هکله د دې مرکز له فعالیتونو یادونه وکړه او په دې بهیرونو کې یې د ځوانانو د ونډې پر اغیز ټینګار وکړ.

ښاغلي امیري همدارنګه د باور رسنیز مرکز او د بلخ پوهنتون ترمنځ د یوې هوکړې له لاسلیکېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه مرکز به د بلخ پوهنتون په ځانګړي توګه د ژورنالیزم پوهنځي زده کړیالانو سره په عملي کار کې مرسته وکړي.

زده کړیالانو په دې درېو مسلو د سولې تړون وروسته د افغانانو لومړیتوبونه، د سولې خبرو پایلو او د سولې له بهیره د ځوانانو غوښتنو په اړه له بحث او خبرو وروسته خپل نظریات شریک کړل.

د خپرونې ګډونوالو د تل پاتې اوربند، رښتیني او تل پاتې سولې، د ولسواکۍ ارزښتونو ساتنه، د بیان ازادۍ دفاع او اطلاعاتو ته لارسي باندې ټینګار وکړ.