بلخ کې (په هندارو کې توپیر دی) شعري ټولګې مخکتنه وشوه

Bawar Media CenterOctober 15, 2020152

مینه سلیمي وايي، په دې ټولګه کې یې ټول شعرونه د وطن، امنیتي ځواکونو او د مېرمنو ناوړه ژوند په تړاو ليکلی دي.

د هغې په وینا، د دې شعرونو پر لیکلو یې ډېر وخت لګولی او زیاتوي چې دوه نورد شعري ټولګې هم ترلاس لاندې لري چې خلکو په ځانګړي توګه د کتاب مینه والو ته به یې چاپ کړي.

د مېرمن سلیمي په وینا، هغې په خپل ښخصي لګښت د شعرونو ټولګه چاپ کړې او په دولت غږ کوي چې فرهنګي سکټور په معنوي او مادي ملاتړ سره لا غښتلی کړي ترڅو ځوانان وکولی شي هغه څه چې پر ټولنه اغېز لري چاپ کړي.

په ورته وخت کې ځوان شاعران وايي چې دوی د کتاب د چاپولو په برخه کې د مالي ملاتړ له نشتون سره مخ دي او د حکومت ضعیف اقتصاد او شاعرانو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې خپل لیکلي ټولګې چاپ نه شي کړی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو په وینا دوی مالي ملاتړ نه لري چې د شاعرانو او لیکوالانو کتابونه چاپ کړي مګر کولی شي چې دوی و هڅوي څو خپلو لیکنو ته دوام ورکړي او په ټولنه کې د مثبت فرهنګي بدلون لامل شي.

داسې تر سترګو کېږي چې په دې وروستیو کې په بلخ کې د شاعرانو او لیکوالانو فعالیتونه د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا زیات شوي او دوی هڅه کوي چې د پام وړ فرهنګي فعالیتونه ترسره کړي.

 

خبریاله: مهناز موزون