د کندوز هوايي ډګر د دویم سړک قیراچونه پيل شوه

Bawar Media CenterOctober 15, 2020215

د کندوز والي عبدالستار میرزکوال وايي، دا سړک د ۵ نیم کیلومټرو په اوږدوالي له زیر دوره سیمې پیل او تر هوايي ډګر پورې دوام پیدا کوي.

د کندوز والي په وینا، پر دې سړک ۱۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په کې د سولري څراغونو، ګلدانونه او پیاده رو جوړونه هم شامل دي.

ښاغلي میرزکوال د قیر اچونې د افتتاح پرمهال وویل، چې باید د سړک کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي او له خلکو یې وغوښتل چې د حکومت سره د دې سړک د کیفیت څارنه وکړي.

د دې پروژې د لومړي سړک چارې کلونه مخکې د المان هېواد په مالي لګښت قیر شوی و.

 

خبریال: عنایت الله خلیق