په بلخ کې د شمال ښځینه لوبغاړو ترمنځ د باولینګ سیالۍ پیل شوې

Bawar Media CenterOctober 15, 2020131

په افغانستان کې د پاولینګ په برخه کې پانګه وال سلیمان کامل وويل، د دې لپاره چې د سولې خبرې روانې دي وغوښتل چې د سولې خبرو د ملاتړ په موخه د باولینګ سیالۍ په لاره واچوي.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ به دوه ورځې دوام ولري او نن څه باندې لسو میرمنو له یو بل سره سالۍ وکړې او سبا ته به له ۲۰تنو ډېر هلکان یول له بل سره سیالي وکړي.

د هغه په وینا، تر دې وړاندې دا سیالۍ په کابل کې هم ترسره شوې وې.

په همدې حال کې کومې میرمنې چې باولینګ کوي وايي چې ښځینه ورزشکارنې ملاتړ ته اړتیا لري او که سوله راشي د دوي شتون به د ورزش په نورو برخو لار نور پراخ شي.

د افغانستان د باولینګ د ملي ټیم غړې فضیله حورزاد وايي، د دې شان سیالیو ترسره کول د سولې روانو خبرو په لړ کې د ښځینه ورزشکارانو شتون انځوروي.

باولینګ هغه ورزش دی چې په تېرو درېو کلونو کې یې د افغانستان د ځوانانو منځ کې خپل ځای موندلی او لوبغاړي د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سره سیالي کوي خو ځینې نور بیا ورته د یوې تفریح په سترګه ورته ګوري.

 

خبریاله: مهناز موزون