په بلخ کې د نوي نسل او ځوانانو جرګې تر نامه لاندې د سولې خپرونه ترسره شوه

Bawar Media CenterOctober 15, 2020214

د دې خپرونې چمتوکوونکی سنګر امیرزاده وايي، د سولې په اړه د ځوانانو د غوښتنې او نظر راټولولو لپاره، دوی تر دې دمه شاوخوا دهېواد په کچه سل خپرونې په لاره اچولې چې او سمهال مو دا خپرونه په مزارشریف کې د بلخ ولایت د ټولو ولسوالیو د ځوانانو په ګډون پیل کړې ده چې په دې خپرونه کې  به ځوانان د سولې او امنیت په اړه بحث وکړي.

د هغه په وینا، د ځوانانو غوښتنې له افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې سره شریکيږي.

په همدې حال کې د خپرونې ګډونوال وايي چې د افغانستان د قومونو ترمینځ د نفرت او دښمنۍ تخمونه له ډېرو کلونو راهیسې کرل شوي، او دوی ټینګار کوي چې د بې ثباتۍ له منځه وړلو او په هېواد کې د تلپاتې سولې راوستو لپاره باید د قومونو تر منځ ټولنیز امن راوستو ته جدي هڅې وشي.

دا خپرونه تر دې دمه په شلو ولایتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به په ۳۴ ولایتونو کې هم ترسره شي.

 

خبریاله: مهناز موزون