په جوزجان کې د سولې د نړیوالې ورځې نمانځنه
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عظیم الله رحمانیار وویل چې دوی دغه خپرونه د جوزجان ادبي کړۍ، فرهنګي کانتینر او د لینکن روزنیز مرکز په همکارۍ په لاره واچوله.
د رحمانیار په وینا، شاعرانو او لیکوالانو خپل شعرونه او ادبي مقالې ولوستل چې ټول د سولې، خواخوږۍ او هیلو پیغامونو څخه ډک و او په هېواد کې یې د تاوتریخوالي، ناامنیو او جګړې دوام سره خپله کرکه څرګنده کړه او د تلپاتې سولې غوښتنه یې وکړه.
خپرونه چې د تیرې شپې تر ناوخته پورې یې دوام درلود د ژوندیو سندرو او تمثیلي ټوټو په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.
خبریاله: فریده امیني نظري