په سمنګان کې د ځغاستې سیالي ترسره شوه

Bawar Media CenterOctober 15, 2020116

د سمنګان ولایت د ورزش رییس حمیدالله فیضي وویل چې ورزشکاران یو بې طرفه قشر دی او له همدې امله پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې د اوربند لپاره د خلکو غوښتنې سره سم عمل وکړي.

هغه ګډونوالو چې په دې سیالۍ کې ګډون کړی وو وايي چې د دوی لپاره سوله د مقام په پرتله ډېر اهمیت لري.

دوی همداشان له وسله والو وغوښتل چې نور په هېواد جګړې ته د پای ټکي کېږدي او د سولې پر ټینګښت فکر وکړي.

دا سیالۍ چې د جګړې د پای ته رسولو او اوربند رامنځته کولو ترنامه لاندې د دې ولایت د یوه سوداګر په مالي ملاتړ په لاره اچول شوې په پای کې حسیب الله لومړی ځای او محمد عظیم او عبدالباسط دوهم او درېم ځایونه خپل کړل.

 

خبریال: شمس الدین میرزایي