کندوز کې نظامي تاسیساتو ته د برښنا رسولو شبکه پرانستل شوه

Bawar Media CenterOctober 15, 2020317

د کندوز د برېښنا رییس انجنیر حاجي محمد مهمند وايي چې پر دې پروژه ۲۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې په دو کلونو کې یې چارې بشپړې شوي دي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه چې له عسقلان سټېښن څخه د ۲۱۷ پامیر قول اردو ته ۳۵ کیلومتره برېښنا مزی ورغلی چې په اوږدو کې یې درې پایې ترانسفارمرونه هم لګول شوي دي.

د کندوز د برېښنا رییس په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره د دې قول اردو ټول تاسیسات او د کندوز هوايي ډګر له ښاري برېښنا ګټه پورته کوي.

مخکې، دې تاسیساتو له ډيزلي برښنا ګټه پورته کوله چې له اقتصادي پلوه ګرانه ستونزمنه وه.

د دې پروژې په پرانست غونډه کې کندوز والي، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او د یاد قول اردو افسرانو او سرتیرو ګډون کړی وو.

 

خبریال: عنایت الله خالق