بلخ کې شپیتو تنو سرتېرو د لیسانس سندونه ترلاسه کړل

Bawar Media CenterDecember 1, 2020138

بلخ کې شپیتو تنو سرتېرو د لیسانس سندونه ترلاسه کړل
څلور کاله مخکې د بلخ ساتنمنانو ښوونیز مرکز کې د پولیسو مسلکي کولو په موخه د شپې لخوا د زده کړو مرکز رامنځته شو چې د ازمویني له ورکړې وروسته یو شمېر پوځیان دې برخې ته بریالي شول او له څلور کلونو ورسته یې نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بلخ ساتنمنانو روزنیز مرکز مسوول سمنوال کمال الدین یاور وايي چې نن د دې مرکز د شپې لخوا د زده کړو له لومړي پړاو څخه د اتو مېرمنو په ګډون ۶۰ تنه پوځیان فارغ شول.
د هغه په وینا، نننۍ ټولنه مسلکي پولیسو ته اړتیا لري او دا تازه فارغ شوي پوځیان د لوړ او مسلکي پوهې سره کولی شي په ټولنه کې غوره او اغېزناک خدمت وکړي.
په ورته وخت کې دا فارغین وايي چې دوی د پولیسو مسلکي زده کړې ترلاسه کړې او ویاړي چې وروسته له دې به خپلي دندې په مسلکي او غوره توګه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې د بلخ ساتنمنانو روزنیز مرکز د چارواکو په وینا سبا به د دويم ځل لپاره د دغه مرکز د شپې څانګې ته د ازمویني په اخیستو سره نوي پوځیان ومني.
خبریاله: مهناز موزون