بغلان ولایت کې د ښاري نظم لپاره د امنیتي میثاق کمېټه جوړه شوه

Bawar Media CenterDecember 2, 2020370

بغلان ښار د تنظیف او ښاري نظم طرحه د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي په موخه ولګول شوه.
د بغلان ولایت مرستیال او سرپرست والي ذبیح الله احساس د دغه طرحې د لګولو پرمهال وویل، د ښاري نظم او پاکوالي په موخه موږ د عامه پوهاوي لپاره د ښاري نظم طرحه د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې لګولې تر څو کسبه کاران، هټۍ‌وال او ګادي چلوونکي د دغې طرحې اړوند ځان پوه او عملي یې کړي.
هغه د دې ولایت ټولو اوسېدونکو ته وویل، هغه کسان چې د ښاري نظم د کمېټې د اوصولو خلاف چلند وکړي قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادولو وړ ده چې د بغلان ولایت اوسېدونکو د دغه طرحې له پیلېدو هرکلی وکړ او له چارواکو څخه یې وغوښتل چې قانون پر ټولو یو شان پلی کړي څو د پلخمري ښار شته ستونزې حل شي.