فاریاب کې له یو شمېر جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

Bawar Media CenterDecember 2, 2020125

د فاریاب ولایت د قیصاراو خواجه سبزپوش ولسوالیو د څه باندې پنځه سوه بېځایه شویو کورنیو باندې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
د فاریاب والي ډاکټر نقیب الله فایق وویل، په دې مرستو کې دوه بورۍ اوړه، دوه بوشکې پنځه لیتره غوړي، دال نخود، مالګه او د ماشومانو لپاره نیم کیلو پلمپي شامل دي چې د خوړو نړیوال سازمان لخوا پر دې کورنیو وویشل شول.
ښاغلي فایق زیاته کړه چې راتلونکې میاشت کې به د «UNHCR» دفتر لخوا پر دې کورنیو هم یو شمېر غیر خوراکي توکي وویشل شي او همداشان به هرې کورنۍ ته د ژمي سوند توکو د اخیستنې لپاره ۶ زره افغانۍ هم ورکړل شي.
د چارواکو په وینا، په تېرو درېو میاشتو کې د ناامنیو له امله شاوخوا څلور زره کورنۍ د دې ولایت له قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو څخه بې‌ځایه شوې دي.

خبریال: احمد جاوید بیدار