بغلان کې د ولسي وګړو ساتنې ډلې د اوربند غوښتنه وکړه

Bawar Media CenterDecember 12, 2020122

په بغلان ولایت کې د ولسي وګړو د ساتنې ډلې بشري حقونو او د ولسي وګړو پر وړاندې د جګړې د پای غوښتنه وکړه.
هغوی نن له غرمې مخکې د دسمبر لسمه چې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې له اعلامیې سره برابره ده ولسي وګړو ته د بشري حقونو، خپلواکۍ او امنیت غوښتنه وکړه.
دوی په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د درېمې مادې له مخې انسانان د ژوند او امنیت حق لري خو په افغانستان کې خلک هره ورځ د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ولسي وګړو د ساتنې ډلې هم له جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د بې ګناه خلکو پروړاندې خپل تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سمدستي اوربند وکړي.
برخه اخیستونکي وايي چې د طالبانو مشران په دوحه کې د افغان حکومتي چارواکو سره په خبرو بوخت دي خو په هېواد کې تاوتریخوالی لا زیات شوی چې دا عمل د منلو ندی.
د بغلان په ولایت کې تاوتریخوالی په دې وروستیو میاشتو کې ډېر شوی او خلک د دې وضعیت دوام ته اندېښمن دي.