د بغلان نوي والي دنده پيل کړه

Bawar Media CenterDecember 12, 2020143

اکبربارکزی نن رسماْ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین محمد سرور جوادي له لوري د بغلان د نوي والي په توګه معرفي شو.
اکبربارکزی چې تازه د بغلان د نوي والي په توګه ګمارل شوی د امنیت ټینګښت، سوله او اداري فساد سره مبارزه یې د خپل کار لومړیتوبونه یاد کړل.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې ناامني، زور زیاتی او بې عدالتي ورته د منلو نه ده او د خلکو په ملاتړ به دې ستونزو ته په بغلان کې د پای ټکی کېښودل شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې هېواد له بل هر مهاله سولې ته نږدې شوی او له طالبانو یې وغوښتل څو د تاوتریخوالي له دوامه لاس واخلي او سوله وکړي.
د بغلان نوی والي داسې مهال د دې ولایت خلکو ته معرفي کېږي چې مخکې له دې د بغلان ولایت چارې له دو کلونو راپدېخوا د سرپرست له لوري مخ ته بېول کېدې.