په شمال کې د بشري حقونو چارواکي د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ یادوي

Bawar Media CenterDecember 12, 2020156

د بلخ میدیوتیک بنسټ د المان هېواد په مالي مرسته په مزارشریف ښار کې د بشري حقونو نړیواله ورځ ولمانځله.
د خپرونې ترسره کوونکی محمدصابر نقشبندي وایي، تراوسه هم زیات شمېر خلک له خپلو حقونو بې خبره دي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په همدې حال کې د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیس قاضي سید محمد سامع د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې په افغانستان ځانګړي ډول په شمال کې د اندېښنې وړ دی.
د هغه په وینا، پروسږکال په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې ۲۰۵ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او سږکال دغه شمېره ۴۲۲ تنو ته لوړه شوې چې دوه برابره ډېروالی ښیي.
ښاغلی سامع زیاتوي چې ۶۰ سلنه مرګ ژوبله د دولت ضد وسله والو مخالفینو لخوا اوښتې، ۱۲ سلنه د دولت له لوري او ۲۴ سلنه یې هم نامالومه ده چې وسله والو مخالفینو یې پړه نده منلې.
په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، سږکال یې د کورونا وبا د خپرېدو له امله ولایتونو ته سفر وکړي او پېښې وڅېړي. بیا هم د روان کال په لړ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷۳ پېښو یې کار شوی او عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږل شوي دي. د ښاغلي سامع په باور که دا وضعیت بدلون ونه مومي او د ولسي وګړو مرګ ژوبلې مخنیوي ونه شي او منلې سولې ته ونه رسېږو د افغانستان د خلکو راتلونکی به د اندېښنې وړ وي.
په ورته وخت کې د خپرونې ګډونوال وايي چې یوازې د اوربند په ټینګولو سره کولی شوو د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسو که نه نو د دې لړۍ د ناوړه پایلې شاهد به وو.
هر کال د ډیسمبر میاشت لسمه د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په توګه په هېواد کې لمانځل کېږي.
خبریاله: مهناز موزون