په سرپل کې د څه باندې ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي اوغیر نغدي مرسته وویشل شوه

Bawar Media CenterDecember 20, 2020219

په سرپل ولایت کې د وروستیو جګړو له امله پر څه باندې ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره د «IOM» یا د ګډوالۍ نړیوال سازمان لخوا نقدي او غیر نقدي مرسته وشوه.
په سرپل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس انجینر عبدالاحمد اقبال وویل، په دې مرستو کې نغدي پيسې او د کور اړین ټوکي شامل دي چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره او ۳۵۰ افغانۍ، درې تختې کمپلې او 12 قلمه توکي ویشل شوې دي.
ښاغلي اقبال دا مرستې لږ یادوي او په نورو مرستندویه ادارو غږ کوي چې د ژمي په دې سخت موسم کې د بېځایه شویو کورنیو لاس نیوی وکړي.
یو شمېر بېځایه شویو کورنیو که څه هم د دې سازمان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ پر حکومت او طالبان غږ وکړ چې ژر تر ژره اوربند او سولې په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي څو دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
تر دې دمخه د سرپل ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست چارواکو د ماشومانو د ملاتړ، خوړو نړیوال سازمان او«UNHCR» دفترونو له لوري هم پر یو شمېر بې‌ځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې له ویشلو خبر ورکړی و.
خبریال: محمد یونس نعیمي