افغانستان او ازبیکستان د یو ګډ سوادګریز مرکز په جوړولو هوکړه وکړه

Bawar Media CenterDecember 22, 2020156

د بلخ او سرخان دریا ولایتونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګرۍ او فرهنګي چارو د پراخیتا په موخه دویمه ناسته وشوه.
د ازبیکستان د سرخان دریا والي بابا لوف توره چې مزارشریف ښار ته راغلی دی او د افغانستان او ازبیکستان ګډې پولې ته نږدې د یو سوداګریز مرکز د جوړېدو له هڅو خبر ورکوي.
نوموړی وايي چې د دې سوداګریز مرکز د جوړېدو موخه د افغانستان او ازبیکستان هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په ګوته کړه او له افغان سوداګرو یې وغوښتل چې په دې مرکز کې پانګونه وکړي.
د هغه په وينا، د نوې هوکړې له مخې افغان سوداګر کولای شي چې له ويزې پرته تر پنځلسو ورځو پورې د ازبکستان په سرخاندريا ولايت کې و اوسې او خپلې چارې تنظيم کړي.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي همدا راز له ازبکستاني سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان زراعتي توکو او کانونو برخه کې پانګونه وکړي.
د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پراختيا ته يو شمېر افغان سوداګر هم خوښ دي او له دې تړونه ملاتړ کوي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګري د ځلېدو په حال کې ده چې سږکال څه باندې د پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي له ازبیکستانه هېواد ته را وارد شوي خو بهر ته د صادراتو کچه ټیته ده.
خبریال: مهناز موزون