د پلخمري ښار د کرکر سیمې پول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Bawar Media CenterDecember 22, 2020126

د پلخمري ښار د کرکر سیمې پول د المان هېواد د ۳۰ میلیونه افغانۍ په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بغلان ولایت کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس انجنیر غلام رسول عرفان وايي، دغه پول چې ۲۷ نیم متره اوږدوالی او۹ متره سور لري د نوموړې سیمې د شاوخوا څلور زره کورنیو ستونزې یې حل کړې چې د خلکو پر اقتصاد په مستقیمه توګه اغېز لري.
نوموړي زياته کړه، چې د سېلابونو د راتلو پر مهال به ساعتونه، ساعتونه د پول دواړو غاړو ته سلګونه خلک بند پاتې وو چې د ده په خبره اوس د پله په جوړېدو سره دا ستونزه حل شوې.
د بغلان والي د ياد پله د پرانيستې پر مهال وويل چې په راتلونکي کال کې به د دغه ولایت په ځینو برخو کې د ټولګټې لسګونه نورې پروژې هم د خلکو د اړتیا پر بنسټ په مرکز او ولسوالیو کې پلې شي.
په همدې حال کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دې پله له جوړېدو خوښ دي او د دولت او نړیوالې ټولنې غواړي څو په سیمه کې یې ښوونځی، کلینیک او سړک هم جوړ کړي.
د یادولو وړ ده چې المان هېواد د بغلان ولایت په ځينو برخو کې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، روغتیا او پوهنې په برخه کې ګڼې پروژې پلې کړې دي.