سرپل کې له یو شمېر کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

Bawar Media CenterDecember 24, 2020120

سرپل ولایت کې نن له شاوخوا ۲۳۰ راستنیدونکو کورنیو سره چې هېواد ته راستنې شوې دي په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) لخوا مالي مرسته ترلاسه کړه.
د سرپل ولایت کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس انجنیر عبدالاحمد اقبال باور ته وویل چې دا کورنۍ سږکال له ایران او پاکستان هېوادونو د دې ولایت مرکز ته راغلي چې د (UNHCR) دفتر لخوا هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغاني نغدي مرسته وویشل شوه.
یو شمېر کورنۍ چې له دې مرستو څخه برخمنې شوې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمېشنرۍ خوښ دي او په حکومت غږ کوي چې دوی ته د دايمي استوګن ځایونو او کارموندې برابرولو لپاره جدي اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د «IOM» دفتر لخوا په دې ولایت کې پر یوشمېر بېځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ویشل شوې وه.
خبریال: محمد یونس نعیمي