په هېواد کې د رسنیو او مدني فعالینو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه

Bawar Media CenterDecember 26, 2020138

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د خبریالانو او د ښخو د حقونو فعالینو د هدفي وژنو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د هېواد د رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره یې ژوندۍ ناسته ترسره کړې ده.
په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشر قاضي سید محمد سامع د دغه غونډې موخه د خبریالانو او د رسنیو د فعالینو نظرونو راټولول په ګوته کړل او ویې ویل چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر په شتون کې خبریالانو او د رسنیو چارواکو د امنیت په موضوعاتو باندې خبرې وکړې او د خبریالانو د هدفي وژنو پر زیاتوالي یې اندېښنه څرګنده کړه.
د هغه په وینا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا نظرونه راټول کړي او غواړي چې د بشري حقونو خونديتوب لپاره په دولت او نړیوالې ټولنې جدي فشار راوړي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت خبریالان وایي چې په تېرو دوه میاشتو کې د افغان خبریالانو هدفي وژنو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دوی حکومت د خبریالانو د وژنو د دوسیو په څېړنه کې په ناغیړۍ تورنوي او زیاتوي چې دا حالت دوی ځوروي او د دوی پر مورال یې منفي اغېز کړی دی او دوی همداشان خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي دوی به له کارکولو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمال زون د خبریالانو ټولنې د چارواکو په وینا، حکومت له خبریالانو په ریښتیني او جدي ډول ملاتړ نه دی کړی او د دوی په باور دم ګړۍ یو شمېر ښځینه خبریالانو له رسنیزو چارو لاس اخیستی او یو شمېر نور بیا په ویره کې خپل کار دوام ورکوي.
خبریاله: مهناز موزون