جوزجان کې د ګوراش جریدې ۴۲ مه کلیزه ولمانځل شوه

Bawar Media CenterDecember 28, 2020150

د جوزجان سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په دې ولایت کې د ګوراش جریدې د فعالیت او خپرونو د ۴۲ مې کلیزې ورځ ولمانځله.
د دې جرېدې مسوول محمد آغه وايي، دا د ترکمني ژبې لومړنۍ جریده ده چې په کې سیاسي، ټولنیز او فرهنګي برخې شتون لري.
د هغه په وینا، ګوراش جریده له پیله تراوسه بې له کومې دمې فعالیت لري، اوسمهال د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په چوکاټ کې په میاشتني ډول زر ګڼې چاپیږي چې بیا هلمند، بلخ، فاریاب، کابل، کندز او د هېواد نورو ترکمن میشتو سیمو کې په وړیا توګه ويشل کېږي.
د جوزجان ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس عظیم الله رحمانیار د دې ترڅنګ چې د دې جریدې فعالیتونو په هېواد کې د ترکتبارانو د ژبې او ادب په وده کې ډېر اغېزناک یادوي وايي، په جوزجان ولایت کې دم ګړۍ لس چاپي خپرندویه ټولنې فعالیت لري چې یو شمېر یې د اقتصادي ستونزو له امله فعالیت نشي کولی.
ګوراش جریده په ۱۳۵۷ کال کې مخکې له دې په اوونیزه بڼه د سید محمد صدیقي امیني په مدیریت سره خپل فعالیت پیل کړو چې په لومړیو کې د اوونیزې په بڼه ۴۰۰۰ ګڼو کې چاپ او ویښل کېدله.
خبریاله: فریده امیني نظري