په بلخ کې د سینما نړیواله ورځ ولمانځل شوه

Bawar Media CenterDecember 28, 2020181

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دې ولایت کې د فلم جوړونکو په شتون کې د سینما نړیواله ورځ ولمانځله.
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر برخې عمومي مدیر محمد صادق سرمست زاده وويل، سره له دې چې د نړیوالې ټولنې په مرسته افغانستان ته ډېرې پیسې راغلې خو د فرهنګ او سینما په برخه کې هیڅ راز پرمختګ تر سترګو نه شو.
سرمست زاده، ناامني د هېواد د فلم جوړوونکو د چارو او پرمختګ په وړاندې لوی خنډ یادوي او وايي، کلونه مخکې چې د افغانستان امنیت ښه و دوی به له الماني او ایراني فلم جوړوونکو سره کار کاوه خو اوسمهال دا چاره ستونزمنه ده.
په همدې حال کې د بلخ فلم جوړوونکي وايي چې د افغانستان له فلم جوړوونکو ۳۰ سلنه ملاتړ کېږي او پاتې د دوی په اړه بې ځایه قضاوتونه کوي.
دوی حکومت په دې تورنوي چې په هېواد کې د سینما هنر ودې ته پام نه کوي او وايي چې له کلونو راپدېخوا د خپلو فلمونو د خپرولو لپاره د یو تالار د جوړېدو لپاره غږ پورته کوي خو حکومت یې غږ نه اوري او تراوسه یې دې غوښتنې ته پام نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الرحمن کریمي د فلم جوړوونکو ستونزې مني او وایي چې په بلخ کې د فلمونو د خپرولو لپاره د یو تالار د جوړېدو لپاره هڅې دوام لري او هیله ده چې دا تالار جوړ شي.
خبریاله: مهناز موزون