د شمال زون دیني عالمانو له طالبانو د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

Bawar Media CenterDecember 31, 2020320

د شمال زون سلګونه دیني عالمانو او ځوانانو تېره ورځ له غرمې مخکې د روضې مبارک جومات کې د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي څو د افغانستان غمجن خلک د سولې او ارامۍ شاهدان واوسي.
دیني عالمان وايي چې د افغانستان جګړه نارواه ده او زیاتوي چې څو لسیزې کېږي چې موږ په هېواد کې د بېګناه خلکو د وژلو شاهدان یوو، دا عالمان زیاتوي چې د ناامنۍ له امله زیات شمېر وګړو خپلې مېنې پرېښي دي او هغو ولایتونو ته کډه شوي چې په نسبي توګه امنیت لري او د ژمي په دې سړه هوا کې د خیمو لاندو شپې او ورځې تېروي.
د هغوی په وینا، خلک نور د دې ټولو بدمرغیو توان نلري او له طالبانو غواړي چې د هغوی او خلکو دا غوښتنې ومني او جګړه پای ته ورسوي او همداشان سوله او امنیت ټینګ کړي.
په همدې حال کې مولوي امر الدین د دولت ضد وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له تاوتریخوالي او مسلمان وژنې لاس واخلي او اوربند اعلان کړي او پرېږدي چې خلک په امنیت او سوله کې ژوند وکړي.
د یادولو وړ ده چې دیني عالمانو په ځلونه له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې خو تر دې مهاله دې غوښتنو کومه مثبته پایله نده ورکړې.
خبریاله: مهناز موزون