بلخ کې څه باندې ۲۱ زره کسانو د کورونا وبا د ازموینې لپاره د ابوعلي سینا بلخي روغتون ته مراجعه کړې

Bawar Media CenterJanuary 2, 2021153

په بلخ ولایت کې د کورونا وبا خپرېدو نږدې یو کال کېږي او لومړنۍ پېښه هم د دې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي یار محمد چې تازه له ایرانه هېواد ته راستون شوی و ثبت کړه.
د بلخ ولایت حوزوي روغتون امر او د کووېد-۱۹ روغتون مسئول ډاکټر غوث الدین انوري د کورونا با د دوېمې څپې وضعیت تر کنترول یادوي او وايي، د لومړۍ څپې پرمهال کورونا وبا نه وه پېژندل شوې او د توکو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو او اندېښنې یې زیاتې وې خو په دویمه څپه کې دوی پوره اسانتیاوې لري او د توکو او تجهیزاتو په اړه اندېښنه نه لري او د کورونا وبا ناروغانو ته په اسانۍ سره رسېدنه کېږي.
د بلخ د کووېد-۱۹ روغتون مسئول وايي چې د کورونا وبا له پيله تر دې دمه څه باندې ۲۱زره شکمن کسان ازمایل شوي چې ۳۲۲۰ پېښې یې مثبتې او پاتې نورې پېښې یې منفي دي او د ۳۳۲۰ کسانو له ډلې ۲۲۷۷ کسان له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي او ۱۷۱ کسان مړه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې هره ورځ له ۱۰۰ څخه زیات کسان روغتون ته د کورونا وبا د ازموینې لپاره ورځي چې ډېری برخه یې هغه کسان جوړوي چې بهر ته سفر کوي.
د هغه په وینا، دم کړۍ د بلخ کووېد-۱۹ پنځوس بستریز روغتون کې ۱۴ ناروغان بستر دي.
انوري همداشان وویل چې د کورنا وبا په اړه دم کړۍ د مزارشریف ښار دولسو ناحیو او ګڼې ګوڼو ځایونو کې دیني عالمان او د عامې روغتیا مبلغین خلکو ته د کورونا وبا په هکله د عامه پوهاوي ورکولو بوخت دي او همداشان د دې وبا په هکله د مالوماتو لپاره د اړیکې ځانګړې شمېره شتون لري.
د بلخ کووېد-۱۹ روغتون چارواکي وايي، د کورونا وبا لومړۍ څپې په لړ کې منفي تبلیغاتو شتون درلود خو اوس د خلکو پوهاوی د دې وبا په هکله ډېر شوی او منفي نظرونه تر یوې کچې له منځه تللي دي.
هغوی له خلکو غوښتنه کوي چې د کورونا وبا د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګډون په ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې د کورونا وبا دويمه څپه پيل شوې ده.
خبریاله: مهناز موزون