په سرپل کې سږکال د پوهنې سکتور په برخه کې ۱۳ پروژې پلې شوې دي

Bawar Media CenterJanuary 3, 2021121

په سرپل ولایت کې سږکال د پوهنې سکتور په برخه کې د څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس محمد خان بیکزاد بارو رسنیز مرکز ته وویل چې د سرپل ولایت مرکز په کچه د یولسو ښوونځیو لپاره د ودانیو روغول د پوهنې ریاست د اداري ودانۍ او د دې ولایت د سانچارک ولسوالۍ د پوهنې امریت رغول شامل دي.
د ښاغلي بیکزاد په وینا، د دې ښوونځیو د جوړولو ټول لګښت د پوهنې وزارت د پراختیايي بودیجې لخوا ورکړل شوی او د دې ولایت د پوهنې د ادارې او د سانچارک ولسوالۍ د پوهنې امریت د ودانیو روغولو مالي لګښت د هند هېواد لخوا ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دې شان پروژو په پلې کېدو سره د څه باندې ۱۱ زره زده کوونکو ستونزې د مناسب درسې چاپېریال د نشتون له امله هوارې شوي دي
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس همداشان وايي چې په راتلوونکي کال کې به د شلو نورو ښوونځیو ودانۍ هم په دې ولایت کې ورغول شي.
د سرپل د پوهنې ریاست مسوولینو څه موده مخکې هم په دې ولایت کې د خلکو لخوا د ښوونځیو رغولو لپاره په وړیا توګه د ۲۰ زره متر مربع ځمکې له ورکړې خبر ورکړی وو.
خبریال: محمدیونس نعیمي