د سرپل ښوونکو او ټيټ پوړو دولتي مامورینو هم د مياشتني معاش د یو شان کېدو غوښتنه وکړه

Bawar Media CenterJanuary 9, 2021394

د سرپل ولایت لسګونو معترض ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي مامورینو د میاشتني معاشونو او امتیازاتو د یو شان کېدو غوښتنه وکړه.
د سرپل ولایت د ښوونکو شورا رئیس احمد نور خدیم زاده د دې راټولېدنې موخه د ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي مامورینو د معاشونو د یو شان کېدو سکاله یاده کړه چې دولت باید د هغوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او دوی همداشان د مياشتني معاشونو نه یو شان کېدو په صورت کې د پراخو راټولېدنو او درسي اعتصاب ګواښ وکړ.
د دې لاریون ګډونوالو موږ د خپلو امتیازاتو په ترسره کېدو کې عدالت غواړو، موږ د خپلو معاشونو د یو شان کېدو غوښتونکي یوو او موږ د استوګنې کورونو غوښتونکي یوو د شعارونو په ورکولو سره معلمينو يو پرېکړه ليک هم د ولایت مقام ته وړاندې کړ چې په کې د خپلو مادي او معنوي حقونو د لوړېدو ټينګار شوی وو.
په همدې حال کې د سرپل ولایت مقام سکتوري رئیس عبدالله اکبري د پرېکړه لیک د تسلیمېدو پرمهال ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنې به لوړپوړو چارواکو ته رسوي.
د يادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ښوونکو او ټیټ پوړو مامورینو د خپلو معاشونو او امتيازاتو یو شان کېدو په موخه پر يو لړ لارینونو لاس پورې کړی دی.
خبریال: محمد یونس نعیمي