باور رسنیز مرکز د « گفتمان پولیس» ترنامه لاندې ناسته ترسره کړه

Bawar Media CenterJanuary 10, 2021129

د لومړي ځل لپاره نن باور رسنیز مرکز د کورنیو چارو وزارت مسوولینو، په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان او سلاکارانو، د شمال او شمال ختیځ زون امنیه قوماندانو، دیني عالمانو او مدني فعالینو ګډون سره د « گفتمان پولیس» ترنامه لاندې ناسته ترسره کړه.
د باور رسنیز مرکز عمومي رییس شیرشاه امیري وويل چې دا د پولیسو لومړنۍ ناسته ده چې پولیس خپلو اصلي دندو ته چې د قانون پلې کول او د جنايي جرمنونو پر وړاندې مبارزه ده راګرځولو په موخه د باور رسنیز مرکز لخوا ترسره کېږي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د استراتیژۍ رییس سمونوال بسم الله تابان د باور رسنیز مرکز له دې نوښت مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو دو لسیزو کې پولیس له خپلو اصلي دندو لېرې پاتې شوي خو همداشان یې وویل چې دا چاره په دې مانا نه ده چې خپلې اصلي دندې یې پرېښي وي، نوموړي ټینګار وکړ: « افغان ملي پولیسو د قانون پلې کولو او جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخو کې ښیې لاسته راوړنې لرلي دي او په تېرو دو لسیزو کې یې ډېره قربانې ورکړې ده.»
له بلي خوا په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان ډګر جنرال انسګار مایر په ټولنه کې د پولیسو ونده مهمه وګڼله او زیاته یې کړه چې پولیس یوازې د حکومت اجرايي بنسټ نه بلکې د خلکو باوري همکار دی.
ښاغلي مایر د افغان ملي پولیسو پر مسلکیتوب ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې پولیس باید له رسنیز ملاتړه برخمن وي له دې امله چې رسنیز ځواک کولی شي مبارزه اغېزمنه کړي.
په دې خپرونه کې د پولیسو د «کړنو په اړه د خلکو نظر» ټولپوښتنه چې د باور رسنیز مرکز د څېرنې او پراختیا څانګې لخوا په لاره اچول شوې وه له ګډونوالو سره شریکه شوه او همداشان یو رسنیز کمپاین چې د قانون پلې کوونکو ترنامه لاندې د باور رسنیز مرکز لخوا په نږدې راتلوونکي له پولیسو د ملاتړ په موخه په لاره اچول کېږي ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د دې خپرونې په څنډه کې د باور رسنیز مرکز روزنیزه اکاډمي هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.