ارکانحرب تورنجنرال مصطفی وردګ د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قوماندان په توګه معرفي شو

Bawar Media CenterJanuary 12, 2021111

ارکانحرب تورنجنرال مصطفی وردګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر، د ملي دفاع وزارت مرستيال شامحمود مياخېل، د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي، امنیتي او سیمه ییزو چارواکو په ګډون سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه معرفي شو.
د ملي دفاع وزارت مرستيال شامحمود مياخېل، د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان د معرفي کېدو په مراسمو کې وويل، چې که طالبان سوله ونه کړي؛ افغان ځواکونه له دې ډلې سره د جګړې لپاره بشپړ چمتوالی لري.
په همدې حال کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او د شاهین قول اردو له نوي ټاکل شوي قوماندان وغوښتل چې په دې ولایت کې د غیر مسووله وسله والو په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
دې سره د ۲۰۹ شاهین قول اردو نوي ګمارل شوي قوماندان ارکانحرب تورنجنرال مصطفی وردګ له طالبانو وغوښتل چې د سولې له رامنځته شوي فرصته باید ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پخوانی قوماندان تورنجنرال هیبت الله علیزی د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتونو د نوي قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.