بلخ کې د مطالعې فرهنګ دودولو لپاره هڅې

Bawar Media CenterJanuary 13, 2021233

د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار په مولانا خسته کتابتون کې د ماشومانو ترمنځ د کتاب لوستلو او مطالعې دودولو په موخه یو پروګرام په لاره اچولی دی.
د بلخ اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الرحمن کریمي وايي چې دا پروګرام یې د ماشومانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه پیل کړی دی.
نوموړي همداشان زیاته کړه چې په نږدې راتلوونکي کې به د بلخ ولایت په شمېر مرستونونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې هم د کتاب لوستلو او مطالعې دودولو سیالۍ ترسره شي.
په همدې حال کې هغه ماشومان چې د کیسو او داستانونو د کتابونو په لوستلو بوخت دي وايي چې په ورځ کې یوار دې ځای ته ورځي او د ۲۰ دقیقو لپاره کتاب لولي او له دې کبله چې د خوښې کتابونه یې په دې کتابتون کې شتون لري ورته خوښ دي.
د یادونې وړ ده چې په پرمختللو هېوادونو کې ماشومان په کم عمر سره کتاب لوستلو او مطالعې ته د ژوند په لومړیتوبونو کې ځای ورکوي خو نن ورځ په افغانستان کې د نویو رسنیو لکه ټلویزیون، انټرنیټ او ګیمونو په رامنځته کېدو سره د ماشومانو او حتی د لویانو مینه له کتاب او لوست سره کمه شوې ده چې سکاله د کتاب لوستونکو، ښوونکو او میندو او پلرونو په باور د اندېښنې وړ ده.
خبریاله: مهناز موزون