جوزجان کې د پولیو دوې نوې پېښې ثبت شوې

Bawar Media CenterJanuary 13, 2021114

د جوزجان عامې روغتیا مسوولین په دې ولایت کې د پولیو د دو نویو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.
د جوزجان عامې روغتیا رئیس عبدالغفار خوشیوال وایي، دوه ماشومان چې یو یې اتو میاشتو او بل یې څلور کلن دی د اقچې ولسوالۍ د منګجګ کلي کې په پولیو اخته شوي دي.
ښاغلی خوشیوال په داسې حال کې چې د پولیو د دوه پېښو ثبتېدو په اړه اندېښنه لري زیاتوي چې د امنیتي ستونزو له امله دوی نه دي توانیدلي چې د دې ولایت په نا امنو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره کړي.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکې د شته امنیتي ستونزو ترڅنګ د دولت ضد وسله والو مخالفینو څخه غواړي څو د دې ولایت په یو شمېر ناامنو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پلې کولو ته اجازه ورکړي څو ټول ماشومان د وژونکو ناروغیو په وړاندې واکسین شي.
د جوزجان عامې روغتیا مسوولینو په وینا د روان کال په لړ کې په درېو پړاونو کې درې سوه زره ماشومانو د پولیو په وړاندې واکسین شوي دي خو زیاتوي چې د امنیتي ګواښونو له امله نږدې ۶۰ زره ماشومان بیا په دې ولایت کې له واکسینه پاتې شوي دي.
خبریاله: فریده امیني نظري