په بلخ کې د مهربانۍ سفیرانو هنري ډلې د سولې غوښتنه وکړه

Bawar Media CenterJanuary 14, 2021107

مزارشريف ښار کې د مهربانۍ سفيرانو هنري ډلې د واټ پر سر د موسیقي له لارې په هېواد کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
د مهربانۍ سفیرانو هنري ډله چې له کابله – بلخ ولایت ته راغلې د دې چارې موخه یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ، د سولې غږ اوچتول او د ژوندۍ موسیقۍ په غږولو او سندرو په ویلو سره د خلکو پر شونډو موسکا راوستل دي.
د مهربانۍ سفیرانو هنري ډلې یو تن ترسره کوونکی سید اصغري وايي، د يوې تلپاتې سولې چې د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي پاتې شي غوښتونکي یوو او نوموړي همداشان له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره په هېواد کې اوربند ټینګ کړي.
دا خپرونه د مزارشریف ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوه او د خپرونې تر وروستیو شېبو خلک خوښ برېښېدل او په افغانستان کې یې د ورته خپرونه په لاره اچول اړین وبلل.
د دې ډلې غړې معصومې محمدي چې د واټ پر سر يې څو سندرې هم وويلې وايي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په درشل کې باید د ښځو مدني ارزښتونه او حقونه له پامه ونه غورځول شي.
د یادونې وړ ده چې د مهربانۍ سفیرانو هنرې ډلې څه باندې اتیا سندرې د کابل او هرات ولایتونو په یو شمېر سیمو کې ترسره کړې او دا په بلخ کې د دوی دویم کنسرټ دی.
خبریاله: مهناز موزون