شبرغان ښار ۲۲۰ کیلو واټ سب ستیشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Bawar Media CenterJanuary 16, 2021102

د شبرغان ښار د ۲۲۰ کیلو واټ سب ستیشن چې ۳۲ میلیونه ډالره لګښت پر راغلی د مرغومې په ۲۵ مه د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو د چارواکو په شتون سره ګټې اخیستني ته وسپارل شو چې په جوړو شویو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په ژوندۍ بڼه خبرې وکړې.
انجنیر خان محمد تکل د اوبو د چارو عمومي رئیس او د افغانستان انرژۍ خدمتونو سرپرست وویل چې دا سب ستیشن درې پکیچونه لري چې په فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې به ولګول شي چې ټول لګښت یې د اسیایي بانک لخوا ورکول کېږي.
د دې سب ستیشن په فعالېدو سره د شبرغان ښار، اقچې او خواجه دو کوه ولسوالیو د برېښنا د ولتاژ د کمښت مخه نیول کېږي او د دې سیمو اوسېدونکي به دمعیاري برېښنا څخه برخمن شي
د جوزجان د برېښنا شرکت رئیس سید منصور پویا وایي چې له دې مخکې د جوزجان ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ټولټال لګښت ۲۴ مېګاواټ امپیره و چې دم ګړۍ ۶۳ مېګاواټ امپیر ته لوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې سب ستیشن سرچینه ترکمنستان هېواد دی او اوسمهال یوازې شبرغان ښار، خواجه دو کوه او اقچه ولسوالۍ برېښنا ته لاسرسی لري او د پاتې ۸ ولسوالیو اوسېدونکي برېښنا نه لري.
خبریاله: فریده امیني نظري