بدخشان ولایت کې د «PCR» یا د کورونا وېروس د ازموینې دویمه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Bawar Media CenterJanuary 17, 202195

د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې اغا خان بنسټ د دې ولایت دعامې روغتیا ریاست ته د «PCR» یا د کورونا وېروس د ازموینې دويمه دستګاه په واک کې ورکړې چې په دې سره پر کورونا وېروس د اخته کسانو د ازموینې بهیر یې اسانه کړی دی.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د عامې روغتیا وزارت لخوا د بدخشان عامې روغتیا ریاست ته د «PCR» یا د کورونا وېروس د ازمویني دستګاه په واک کې ورکړل شوه چې دې دستګاه د زیاتو پېښو د ازموینې وړتیا نه درلوده نو بیا دوی ځینې شکمنې پېښې د ازموینې په موخه کابل ته لېږلې چې دم کړۍ د دې نوې دستګاه په ترلاسه کولو سره د دوی دا ستونزه حل شوې دي.
د بدخشان د کووېد -۱۹ روغتون مسؤول شاهد الله دانشي وويل چې دا دستګاه په یو کړۍ کې د کورونا وېروس د ۹۰ شکمنو پېښو د ازموینې وړتیا لري.
د دانشي په وینا، سربېره پر دې چې هره ورځ پر کورونا وېروس اخته شکمن کسان دې روغتنو ته ورځې بیا هم د دوی روغتیايي ډلې د بدخشان ولایت په ولسوالیو کې پر کورونا وېروس د اخته شکمنو کسانو پرازموینو بوخت دي څو شکمنې پېښې د ازموینې په موخه دې روغتون ته واستوي.
د بدخشان د کووېد-۱۹ روغتون مسؤول زیاتوي چې دم کړۍ کورونا وېروس د خپرېدو په حال کې دی او د دوی د ورځنیو ازموینو پایلې دا ښیي چې دا وېروس همداشان مخ پر وړاندې د خپرېدو حالت ځان ته غوره کړی دی.
د بدخشان د عامې روغتیا مسوولینو په وینا، په دې ولایت کې د کورونا وېروس د خپرېدو له پیله تراوسه ۲۵۲۲ شکمنې پېښې ازمویل شوې چې ۶۲۱ یې مثبتې دي چې له دې ډلې ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۷۵ تنه بېرته ترې روغ شوي دي
خبریال: سمیع الله سیحون