بغلان ولایت کې له څه باندې پنځه سوه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

Bawar Media CenterJanuary 18, 2021272

د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست نن له غرمې مخکې د دې ولایت پر۶۷۶ بېځایه شوو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنيو توکو مرسته وشوه.
د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس شریف الله شفق وويل چې دا کورنۍ سږ کال د جګړو له امله د خپلو مېنو څخه بېخایه شوي وې چې هرې یوې کورنۍ ته پنځلس زره افغانۍ نغدې پيسې او همداشان د ژمنیو توکو یو کیت ووېشل شول.
نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د «IOM» موسسې لخوا او د متحده ایالتونو د پراختیایي موسسې یا «USAID» په مالي همکارۍ له یوې سروې وروسته د دې ولایت د ګڼو ولسوالیو پر بېخایه شوو کورنیو ووېشل شوې.
د هغه په وینا، دولت په دې هڅه کې دی چې د سروې په ترسره کولو سره د هغو بېځایه شوو کورنیو ستونزې حل کړي چې د جګړو له امله بېځایه شوي دي او زیاتوي چې پر اړمنو کورنیو د مرستو لړۍ همداشان دوام لري.
په همدې حال کې یو شمېر هغه کورنۍ چې دا مرستې یې ترلاسه کړې له حکومته د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي او وايي چې د ژوند په ناوړه حالت کې دي.
د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو پر اساس، په دې وروستیو کلونو کې څه باندې شل زره کورنۍ په دې ولایت کې له خپلو مېنو بېځایه شوي دي چې شاوخوا اووه زره کورنۍ یې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.