د بلخ اوسېدونکي په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښمن دي

Bawar Media CenterJanuary 18, 202195

په بلخ کې د ولسي وګړو د خوندیتوب کاري ډله وايي، که څه هم په دوحه کې د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو دويم پړاو له پیله دوه اونۍ تېریږي، سربېره پر دې چې دې خبرو تراوسه کومه څرګنده او د منلو وړ پایله هم نده ورکړې ترڅنګ یې د ناامنيو او هدفي وژونو بهیر په بې سارې توګه زیات شوی او د دې وضعیت دوام د خلکو مورال ته کلک زیان اړولی دی.
د هغوی په وینا، تېره یوه میاشت کې د بلخ ولایت په څورلسو ولسوالیو کې ۱۱ ولسي وګړي د جګړو له ښکېلو لوري وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په بلخ کې د مدني ټولنې بنسټونو مسئول عبدالحمید صفوت، اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ یادوي او زیاتوي چې له بده مرغه ښار پوځي حالت ځان ته غوره کړی دی او حکومت د دې توان نه لري چې دا حالت کابو کړي او قانون ماتونکي وکړي هم مخ پر زیاتېدو دي چې د مدني او رسنیزو فعالیتونو يې هم فشار زیات کړی او دې حالت د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په بلخ کې د ولسي وګړو د ساتنې کاري ډلې یو پرېکړلیک هم ولوست چې په دویمه ماده کې یې راغلي دي چې “موږ د مرکچي پلاوو له غړو په جدي توګه غواړو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او ترڅنګ یې د ولسي وګړو خونديتوب ته دې درناوی وکړي او د هدفي وژنو بهیر ته دې د پای ټکی کېږدي. ”
دا په داسې حال کې ده چې دوی د ژر تر ژره اوربند ټینګار کوي او د سولې له مرکچي پلاوو غواوړي څومره ژر چې کېږي یوې هوکړې ته ورسيږي.
خبریاله: مهناز موزون