په جوزجان کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د تلین په مناسبت علمي کنفرانس جوړ شو

Bawar Media CenterJanuary 20, 202185

د مولانا جلال الدین محمد بلخي ۷۷۰ تلین په مناسبت په شبرغان ښار کې د «ماییم و موج سودا» تر نامه لاندې یو علمي کنفرانس جوړ شو.
پدې کنفرانس کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د ژوند په هکله د شعرونو، مقالو او مالوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د جوزجان ولایت هنرمندانو د کنفرانس ګډونوالو ته د سماع نڅا او تیاتر وړاندې کړ.
د جوزجان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عظیم الله رحمانیار وویل چې دا کنفرانس د ځوان نسل ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي ادبي او عرفاني شخصیت پېژندنې په موخه د دې ادارې لخوا د شبرغان ښارافغان ترک لیسې په همکارۍ په لاره اچول شوی دی.
د یادونې وړ ده، پدې کنفرانس کې د جوزجان ولایت ځایي چارواکو، شاعرانو، لیکوالانو او د مدني ټولنې غړو برخه اخیستې وه.
خبریاله: فریده امیني نظري