سرپل کې د بې‌اسنادو موټرو او موټرسایکلونو راټولول پيل شول

Bawar Media CenterJanuary 21, 202189

د سرپل سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د ښاري ګارنیزیون له رامنځ ته کېدو خبرو ورکوي.
د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني باور ته وويل، د ښاري ګارنیزیون ترنامه لاندې یې یوه ضربتي قطعه رامنځ ته کړې چې پکې امنیتي او کشفي بنسټونه شامل دي.
نوموړي د ښاري ګارنیزیون د رامنځ ته کېدو موخه د امنیتي ګواښونو، هدفي وژنو، جنايي جرمونو وسله والو غلاوو او تښتونو مخنیوي او همداشان په ښار کې د عامه نظم رامنځ ته کول په ګوته کړل.
د هغه په وینا، د ښاري ګارنیزیون په رامنځ ته کېدو سره امنیتي وضعیت په دې ولایت کې مخ په ښه کېدو دی.
بل لور ته بیا د سرپل ولایت د ترافیکو مدیر سمونمل غلام سخي ساحل د دې چارې د اغېزمنتیا ترڅنګ په دې ولایت کې د بې اسنادو موټرو او موټرسایکلونو له راټولو خبر ورکوي.
په همدې حال کې د سرپل ښار د مدني ټولنې فعالینو او یو شمېر اوسېدونکو د ښاري ګارنیزیون له رامنځ ته کېدو خوښ بریښي او پر ټولو د قانون پر یو شان پلي کېدو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د سرپل امنیتي چارواکو د تېرې یوې میاشتې په پرتله د امنیتي وضعیت له ښه کېدو خبر ورکړی وو.
خبریال: محمد یونس نعیمي