په سمنګان کې له اړمنو کسانو سره مرسته وشوه

Bawar Media CenterJanuary 23, 202189

د سمنګان ولایت مدني فعالینو او زند خصوصي ښوونځي چې څه موده مخکې په دې ولایت کې د «بازارچۀ همدلی» ترنامه لاندې یوه خپرونه پیل کړې وه نن یې د یو شمېر بېځایه شوو او اړمنو کسانو سره د نغدو پیسو او البسې مرسته وکړه.
د ښځو او ځوانانو د عدالت غوښتنې شبکې رئیس قیس الدین مبارز وويل، دغه مرستې چې د سمنګان ولایت شاریانو لخوا دوی ته سپارل شوې وې نن پر ۷۰ اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
د دې خپرونې ترسره کوونکی نظام الدین عظیمي وايي، دا یو پیل دی او هیله لرو چې سوداګر او نور مرستندویه بنسټونه هم له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.
له بلې خوا، کومو اړمنو کسانو چې دا مرستې ترلاسه کړې دي له دې بنسټه خوښ دي او له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د خوراکي توکو او نغدو پیسو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
مدني فعالین په داسې حال کې د دې ولایت له یو شمېر اړمنو او بېځایه شوو کسانو سره مرسته کوي چې د سمنګان د ګډوالو چارو ریاست د مالوماتو پر بنسټ سږکال سلګونه کسان د ناامنۍ له کبله په دې ولایت کې بېځایه شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
خبریال: شمس‌الدین میرزايي