د شاهین قول اردو قوماندان د سمنګان امنیتي وضعیت ارزولو په موخه دې ولایت ته سفر کړی

Bawar Media CenterJanuary 24, 202184

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال غلام مصطفی وردګ نن له غرمې مخکې سمنګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت له والي او امنیتي چارواکو سره ولیدل.
ښاغلي وردګ رسنیو ته وویل چې سمنګان د هېواد یو له هغه خوندي ولایتونو دی چي ځینې مهال په دې ولایت کې امنیتي وضعیت بدلون مومي چې د اندېښنې وړ خبره نده: « د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپلو ټولو امکاناتو ترهګرې ډلې ځپلې دي.»
د سمنګان والي محمد داوود کلکاني وويل چې د دې ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ پرته د دې ولایت په ټولو برخو کې امنیتي وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې دی.
د ښاغلي کلکاني په وینا، امنیتي ځواکونو په پوره همغږۍ سره د سمنګان ولایت امنیتي وضعیت کابو کړی او ترهګر یې ځپلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په داسې حال کې د سمنګان امنیتي وضعیت ارزولو په موخه دې ولایت ته سفر کوي چې د یوې اونۍ په اوږدو کې د دې ولایت د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپانې خپرولو درېو وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخیستی او دې ریاست ته تسلیم شوي دي.
د سمنګان ولایت په دره صوف پایین او روی دوآب ولسوالیو کې کله ناکله د ترهګرو تحرکات تر سترګو کېږي، خو امنیتي چارواکي وايي، وضعیت تر کنترول لاندې دی او جدي اندېښنه شتون نه لري.
خبرنگار: شمس‌الدین میرزایي