شبرغان ښار کې د غازو نل لیکې غزولو چارې بیا پيل شوې

Bawar Media CenterJanuary 24, 202182

د شبرغان ښار د غازو نل لیکې غزولو چارې نن له ۱۵ کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې، چې د چارواکو په وینا، لس زره کورنۍ به په راتلوونکې میاشت کې له طبیعي غازو ګټه پورته کړي.
د جوزجان ولایت د افغان غازو تصدۍ رئیس عبدالقیوم رشید وويل چې په لومړي ګام کې به د غازو نل لیکې غزولو چارې د دې ولایت کسبه کارو ته پیل شي او ورسته به دا لړۍ همداشان نورو ښاریانو ته هم وغزول شي.
د ښاغلي رشید په وینا، دم ګړۍ د شبرغان ښار شاوخوا دوه زره کورنۍ له طبیعي غازو ګټه پورته کوي او هغوی په پام کې لري چې تر راتلوونکو میاشتو به د دې ښار نورې سیمې هم تر خپل پوښښ لاندې راولي.
د افغان غازو تصدۍ مسوولین وايي چې دوی په څلورویشتو ساعتونو کې شپږ سوه زره متر مکعب غاز پروسس کوي چې۳۳۰ زره متر مکعب یې د مزارشریف ښار د کیمیاوي سرې او برېښنا د کارخونې روښانه کولو لپاره لګول کېږي.
دم ګړۍ په شبرغان ښار کې د غازو ۷۷ کړۍ غیرفعاله او ۲۷ کړۍ فعاله څاګانې شتون لري.
خبریاله: فریده امیني نظري