بدخشان کې د جنایي جرمونو پېښو کچه راټيټه شوې

Bawar Media CenterJanuary 25, 202179

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د امنیتي میثاق پروګرام له پلي کېدو او د ښاري ګارنیزیون فعالیتونو له زیاتوالي وروسته په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو کچه د پام وړ راټیټه شوې او د تېرو دو میاشتو په ترڅ کې د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې هیڅ جنایي پېښه نده ثبت شوې.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي چې په دې ولایت کې د جنايي جرمونو یوه لویه برخه بې مسوله وسله وال او د تورو شیشو لرونکو موټر جوړوي او د سیمه ییز حکومت لخوا د پولیسو او ښاري ګارنیزیون فعالیتونو د زیاتوالي په موخه د ټولنیز نظم د ټينګښت او د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره د پولیسو د فعالیتونو پر زیاتوالي پرېکړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۲۶۱ جنایي پېښې ثبت شوې چې په تړاو یې۳۹۴ تنه نیول شوي دي.
په همدې حال کې د بدخشان اوسېدونکي د سیمه ییز حکومت او امنیتي بنسټونو د دې کړنې د ستاینې ترڅنګ وايي چې باید دا لړۍ همداشان ومومي او په ښار کې د غیر مسووله وسله والو او تورو شیشو لرونکو موټرو د ګرځېدو مخنیوي وشي.
ښاري ګارنیزیون چې د ګډو ځواکونو په شتون سره رامنځ ته شوی په دې وروستیو کې د بدخشان مرکز فیض اباد کې د امنیت ټینګښت او ښاري نظم رامنځ ته کولو په موخه خپل فعالیتونو زیات کړي دي.
خبریال: سمیع الله سیحون