په بلخ کې خلکو ته د دولتي ادارو د حساب ورکولو بهیر پیل شو

Bawar Media CenterJanuary 25, 202173

د بلخ ولایت د دولتي ادارو د حساب ورکولو لړۍ د دې ولایت د والي په شتون سره پیل شوه.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي په یاده غونډه کې د روان ۱۳۹۹ کال په لړ کې په بلخ کې د لسګونه ټولګټو پروژو له پلي کېدو یادونه وکړه او ویې ويل چې له دې وروسته به هم هڅه وکړو چې د خلکو لپاره د خدمتونو کچه نوره هم لوړه او همداشان د هغوی هیلې پوره کړو.
د بلخ د اقتصاد ریاست د مالوماتو پر بنسټ، د دې ولایت ګڼو سکتورونو د ټولګټو ګڼې پروژې پلي کړې دي.
د دې ادارې په وینا، په ټولیز ډول۱۵۹۰ لویې او وړې پروژې د دې ولایت په ګڼو سیمو کې د پلي کېدو په حال کې دي چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۴ میلیارده افغانیو ته رسیږي چې له دې ډلې د ۵۹۴ رغنیزو پروژو لګښت چې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي چارې یې د بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او د ۹۸۰ نورو پروژو چارې چې لګښت یې څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ کېږي د رغېدو په حال کې دي چې راتلوونکی ۱۴۰۰ مالي کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او همداشان د ۱۵ نورو پروژو چارې د ځینو ستونزو له کبله یې رغنیزې چارې درېدلي دي.
که څه هم د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي د نن ورځې ناسته سمبولیک یادوي؛ وايي، چې په ولسوالیو کې خلکو ته خورا لږ خدمتونه برابر شوي، خو د امنیتي تابیاوې، د ترهګرۍ سره مبارزه، د پراختیایي پروژو پلي کېدل او د غوره چارو ترسره کېدل د خلکو اساسي غوښتنې دي چې د حساب ورکولو غونډه کې پرې ټينګار وشو.
د بلخ والي په دې ناسته کې د امنیت د ټينګښت په هکله د هڅو خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه ولایت کې د جرمنو کچه راټیټه شوې ده.
خبریاله: مهناز موزون