په سمنګان کې د امنیتي میثاق پروګرام لاسته راوړنې

Bawar Media CenterJanuary 25, 202180

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې د امنیتي میثاق پروګرام په پلي کولو سره یې ښیې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.
د سمنګان والي محمد داوود کلکاني له باور سره په خبرو کې وویل چې امنیتي میثاق پروګرام دوه میاشتې مخکې په دې ولایت کې پیل شوی چې تر دم ګړۍ لسګونه کسان د ځمکې د غصب، د غیر قانوني وسلو ګرځولو او قانون ماتونې په تور نیول شوي چې عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
نوموړي د امنیتي میثاق پروګرام په ملاتړ د خلکو رول اغېزناک وباله او زیاته یې کړه: ” دیني عالمانو څخه تر ښوونکو او مدني فعالینو پورې ټول له امنیتي میثاق سره همکار دي.”
بل لور ته د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي هم وايي چې د امنیتي میثاق په څوکاټ کې یې تر دم ګړۍ ۶۰ تنه د ګڼو جرمونو تړاو نیولي او زیاتوي چې د تېرو دو میاشتو کې د جرمونه کچه را ټيټه شوې ده.
د ایبک ښاریان هم د امنیتي میثاق پروګرام له پلي کېدو خوښ دي او د دې ولایت د امنیت د ټينګښت په برخه کې د دولت پر لا پاملرنې ټينګار کوي.
د سمنګان والي داسې مهال د امنیتي میثاق پروګرام له بریالي پلي کېدو یادونه کوي چې مخکې له دې د سمنګان مستوفیت د بې‌اسنادو موټرو له درکه د څه باندې لسو میلیونه افغانیو راټولولو خبر ورکړی وو، چې دا چاره د ښاریانو له مثبت غبرګون سره مخ شوې ده.
خبریال: شمس‌الدین میرازیي