جوزجان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۰ سلنه زیاته شوې

Bawar Media CenterJanuary 27, 202187
237_jowzjan

د جوزجان د ښځو چارو ریاست په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.
جوزجان ولایت د ښځو چارو ریاست یوې مسوولې وحیده فیض وايي چې روان کال په جوزجان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۷پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۱۳ د قتل پېښې، ۴ د جنسي تیري پېښې، ۴ د ځان وژنې پېښې، ۳۷ د وهلو ډبولو او یو شمېر نورې اړوند پېښې هم شاملې دي.
نوموړې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوی لاملونه کورونا وبا، بې وزلي او ناامني په ګوته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د جوزجان د ښځو چارو ریاست د مشارکت دفتر په همکارۍ په شبرغان ښار کې د ښځو د حقونو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او اجباري ودونو په هکله د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
خبریاله: فریده امیني نظري