بلخ کې د جومات، پولیس او وطن ترنامه لاندې کمپاین پیل شو

Bawar Media CenterJanuary 28, 202168
238_balkh

د بلخ امنیتي چارواکو او دیني عالمانو نن له غرمې مخکې د روضې مبارک جومات کې له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ کمپاین پیل کړ.
مولوي بحرالدین جوزجاني، د بلخ او د هېواد د نورو سیمو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړ او په افغانستان کې یې روانه جګړه حرامه وګڼله او زیاته یې کړه چې د سولې بهیر په پلمه سلګونه طالبان له بنده خوشي شول او د روغې جوړې عالي شورا رامنځ ته شوه خو تر دم ګړۍ اوربند ندی ټینګ شوی او په هېواد کې د ناامنیو لمن پراخه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه باید په خپلو موخو او ارمانونو باور ولري ځکه چې د دوی لار پرحق ده او د خلکو د امنیت او سوکالۍ لپاره خپل ځانونه قربانوي.
نوموړي پر حکومتي مشرانو او سیاستوالو غږ وکړ چې خپلې کورنۍ لانجې هوارې کړي او د یووالي او پيوستون لپاره زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې نورو عالمانو، د هېواد سیاسیون د روان وضعیت پر دوام تورن کړل او زیاته یې کړه چې سیاسیون خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره قرباني کوي.
په همدې حال کې د بلخ امنیې قومندان سید معراج الدین سادات د خلکو او پولیسو ترمنځ په همغږۍ کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او په دیني عالمانو یې غږ وکړ چې د جوماتونو له لارې د خلکو او پولیسو ترمنځ همغږي او همکاري زیاته کړي.
د یادونې ده چې دیني عالمانو په هېواد کې د عالمانو، خبریالانو او ځوانانو پر وژنو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل چې روان حالت د دې لامل شوی چې د افغانستان فعالین، پوهان او سوداګر بهر ته لاړ شي.
خبریاله: مهناز موزون