د شبرغان ښار د پاکوالي عمومي حشر ترسره شو

Bawar Media CenterJanuary 31, 2021190
jow

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار د پاکوالي عمومې حشر ترسره شو.
دښار د پاکوالي دغه حشر چې د جورجان ولایت د چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ ادارو په نوښت جوړ شوی و، د ښار له ۴۲ نقطو ۱۲ سوه مټریک ټن کثافات راټول او له ښاره بهر ته انتقال شول.
د دې ولایت والي محمد هاشم رئیس او د دولتي ادارو کارکوونکو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېدو په دې عمومي حشر کې برخه اخیستې وه.
د جوزجان چاپېریال ساتنې ادارې رئیس خجسته قیام تلاش، د دې عمومي حشر ترسره کولو موخه خلکو ته د دوی د استوګنې سیمو د کثافاتو پاکولو او لېږد په اړه ذهنیت ورکول په ګوته کړل.
د جوزجان ښاروال انجنیر محمد حسین صالح وویل چې نن د ښار له ۴۲ نقطو ۱۲ سوه مټریک ټن کثافات راټول او له ښاره بهر ته انتقال شول.
د شبرغان ښاروالۍ مسوولینو د ښار د پاکولو لپاره د دې چارې ترسره کول مهم وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې د ښار د پاکولو په چارو کې له ښاروالۍ ریاست سره همکاري وکړي.
خبریاله: فریده امیني نظري