فاریاب کې د دو هاوان مرمیو لګېدو ۱۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

Bawar Media CenterFebruary 1, 2021232
Faryab

د فارياب امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان دومرمیو ۱۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د امنیې قوماندانۍ وياند كريم يورش وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د المار ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د هاوان دو مرمیو دوه ملکي وګړي ووژل او د ماشومانو په ګډون یې ۱۴ تنه نور ټپیان کړل.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو د هاوان مرمیو لګېدو له کبله د المار ولسوالۍ بازار ځینې دوکانونه ویجاړ اوکسبه کارانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، څه موده مخکې هم د دې ولسوالۍ پر بازار د وسله والو طالبانو د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
خبریال: احمد جاوید بیدار