فاریاب کې د کووېډ-۱۹ د تشخیص دویم مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Bawar Media CenterFebruary 1, 202185
242_Faryab

د فاریاب عامې روغتیا ریاست مسوولین د دې ولایت په مرکز میمنه ښار کې د کووېډ -۱۹ د تشخیص د دويم مرکز پرانیستې خبر ورکوي.
د کووېډ-۱۹ د تشخیص دا مرکز تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت د والي او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو لخوا پرانیستل شو.
د فاریاب عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد نعیم مصمم وويل، د کووېډ-۱۹ د تشخیص دا مرکز د نړیوال بانک د شاوخو یو سلو پنځوس زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا مرکز په څلورېشتو ساعتونو کې د کورونا وېروس د ۱۵۰ شکمنو پېښو د ازموینې وړتیا لري.
داسې حال کې دا مرکز په میمنه ښار کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې څو میاشتې مخکې د ترکمنستان هېواد په ملاتړ او همکارۍ سره د کووېډ-۱۹ د تشخیص لومړنی مرکز د دې ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې پرانیستل شوی و.
خبریال: احمد جاويد بیدار