بدخشان پوهنتون او د ایران د کردستان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

Bawar Media CenterFebruary 2, 202169
243_Badkhshan

د بدخشان پوهنتون او د ایران کرستان پوهنتون چارواکو تېره ورځ د روان کال د سلواغې میاشتې ۱۳مه نیټه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ په انلاین توګه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د بدخشان پوهنتون رئیس محمد قاسم آریا وویل: «د دې هوکړه لیک پر اساس، د ایران کردستان پوهنتون هرکال د بدخشان پوهنتون زده کړیالانو او ښوونکو ته د لیسانس، ماستړۍ او دوکتورا په برخو کې د زده کړې زمینه برابروي».
د بدخشان پوهنتون رئیس په وینا، د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د دې ولایت زده کړیالانو او ښوونکو ته د زده کړې د زمینې برابرولو ترڅنګ بدخشان پوهنتون کولی شي د کردستان پوهنتون سره د نړیوالې اړیکې په ټینګولو سره د دې پوهنتون له تجربو او ښونیزو خپرونو، د بدخشان پوهنتون د ښوونیز نظام د کیفیت لوړونې لپاره ګټه پورته کړي.
بدخشان پوهنتون دم کړۍ د کردستان پوهنتون سربېره د مرکزي اسیا د دو نورو نړیوالو پوهنتونونو او د تاجکستان ملي پوهنتون سره همکاري لري او د دې پوهنتون د چارواکو په وینا، غواړي چې د همکاریو دا لړۍ نورو نړیوالو پوهنتونونو ته هم وغزوي.
خبریال: سمیع الله سیحون