جوزجان کې د ملي یووالي د ټینګښت او جوګیانو قوم په ملاتړ غونډه وشوه

Bawar Media CenterFebruary 3, 202167
245_jowzjan

په جوزجان ولایت کې د عمومي اړتیاوو د مرستو رسونې موسسې یا «UNRO» او د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په همکارۍ نن په شبرغان ښار کې د قومونو ترمنځ د ملي یووالي ټينګښت او د جوګیانو له قومه د ملاتړ په موخه غونډه جوړه شوه.
په جوزجان کې د یادې موسسې مسوول سمیران ملکیار وايي، یاده غونډه له جوګیانو د ملاتړ په موخه جوړه شوې څو د دوی غږ اړوندو ادارو ته ورسیږي او د دوی د ټولنیز ژوند د بېلابېلو برخو ستونزې حل شي.
د جوزجان ولایت سرحدونو او قبایلو چارو رئیس میرویس ابدالي وايي چې دم ګړۍ په شبرغان ښار کې د جوګیانو ۱۶۰ کورنۍ اوسېږي چې دغه ریاست توانیدلی په بېلابېلو برخو کې د دوی د ژوند ښه کولو لپاره ګڼې ټولنیزې او د پوهاوي خپرونې پلي کړي دي.
د هغه په وینا، دم ګړۍ د دې قوم ۳۰ تنه ماشومانو ته چې له ښوونځي او زده کړو بې برخې پاتې شوي وو د زده کړې زمینه برابر شوې او دا ریاست په پام کې لري څو دا قوم په یو ځانګړې سیمه ځای پرځای کړي چې یاد شوی ځای به د دې قوم په نوم ونومول شي.
په همدې حال کې په جوزجان ولایت کې مېښت جوګیان د دې ولایت له اوسېدونکو غواړي څو د دوی په وړاندې له تعصبه لاس واخلی او دغه خلک هم د ښاریانو په توګه ومني.
خبریاله: فریده امیني نظري